د سوزن سِمت په حقله خاص معلومات

سوزن سِمت په ١٩٥٤ کښې د برطانيه په يو ښار لندن کښې پيدا شوه. هغې په ١٩٨٢ کښې د ساسکس يونيورسټئ نه د فرسټ کلاس بى اے هانرز ډګرى حاصله کړه. په ١٩٨٤ کښې هغه پاکستان ته راغله چې تر دوؤ کالو پورې د افغانستان مهاجرو په مينځ کښې خدمت اؤ د مرستې کارونه وکړى. اؤ دې سره پېښور د هغې کور جوړ شو، اؤ هغې په دې ښار کښې ٣٠ کاله تير کړل. په پېښور کښې د هغې د آسټريليا يو اوسيدونکى سره ملاقات اوشو، اؤ هم دلته يې ورسره وادۀ وکړو. هم په پېښور کښې د هغې يو زوئ پيدا شو اؤ هم په دې ښار کښې هغۀ خپل ابتدائى تعليم اؤ تربيت حاصل کړو. د ١٩٩٩ نه تر ٢٠١٧ پورې سوزن سِمت د يوې فلاحى تعليمې ادارې، انټرليټ فاونډيشن ډائريکټره پاتې شوې ده. اؤ اوس هم په دې اداره کښې د چِيف آپريشنز آفيسرز په حيثيت کار کوى. د انټرليټ فاونډيشن بنياد په ١٩٩٢ کښې د دې مقصد د پاره کيښودلے شو چې څنګه د مختلفو ثقافتونو ، کلتورونو اؤ رسم رواج پيژندلو کښې آسانى پيدا کيدلے شى. اؤ دې سره سره د ژبې اؤ رسم رواج، خاص طور باندې د پاکستان شمال مشرقى حصو ژبې اؤ رسم رواج اهميت څرګندونه وکړے شى. اؤ د دې يو مثال د سوزن سِمت په رهنمايئ کښې د انټرليټ فاونډيشن يو چاپ شوے کتاب "روحى متلونه" دے. د ډائريکټرې په طور د هغې په ذمه وارو کښې انټرليټ فاونډييشن اداره چلول، اؤ د مختلف کتابونو چاپ کولو نګرانى کول، اؤ تعليمى ادارو سره تعلق ساتل، مختلفو ليکونکو سره تعلق ساتل اؤ د ادارې مالى ضرورتونو پوره کولو د پاره چنده جمع کول اؤ مختلفو ملکونو کښې د ادارې نمائندګى کول شامل وو. چې کله سوزن سِمت لا پېښور کښې وه نو هغې ته هغه وخت د دې خبرې اندازه وشوه چې ښځې په معاشره کښې يو خاص کردار ادا کوى. نو دې خبرې سره د هغې په زړۀ کښې دا خواهش پيدا شو چې معلومه کړى چې څنګه ښځې د خپل اختيار يا کار په ذريعه معاشره کښې يو ښۀ بدلون راوستلو کښې مرسته کوى. د سوزن سِمت د دې تحقيق د پاره د دې مضمون غوره کولو وجه پاکستان، خاص طور باندې د خېبر پختونخوا د ښځو په خپله معاشره کښې کارنامو اؤ کاميابو ته درناوے ورکول دى، اؤ د دې ګواهى د هغې د ژوند هغه ٣٠ کاله دى کوم چې هغې په پاکستان کښې تير کړى دى.

 

بلنه

د يوې اختيارمندې ښځې په طور په دې تحقيق کښې ستاسو د آواز شامليدو د پاره بلنه

په پاکستان کښې چې په يويشتمه صدئ کښې کوم ښکاره بدلون راغلے دے نو هغه دا دے چې د کور نه بهر د داسې ښځو تعداد ورځ په ورځ زياتيږى څوک چې په ښُو عُهدو باندې کار کوى. زۀ يو تحقيق کوم چې د خپلو کورونو نه بهر ښځې څنګه خپل اختيار استعمالولو سره د خپلې معاشرې د عام خلقو اؤ د مشرانو مرسيتالې جوړې شوې دى. اؤ دوئ د پاکستان يعنى د خپلې معاشرې، خاص طور باندې په خېبر پختونخوا کښې ښۀ بدلون راوستلو کښې يو ډير اهم کردار ادا کوى. اؤ دې سره سره زۀ دا هم غواړم چې د دې خبرې ښکارنه وکړو چې په دې ښځو کښې نور داسې کوم صلاحيتونه دى چې د هغې په ذريعه دوئ د پاکستان په ترقئ اؤ بدلون کښې نور هم اهم کردار ادا کولے شى. دا يوه بلنه ده چې تاسو خپل آواز په دې تحقيق کښې شامل کړئ. اؤ ستاسو خيالات به په دې مطالعه کښې ډير مددګار وى، دا هيڅ خبره نۀ ده چې تاسو څومره اختيار لرئ يا په کومه عُهده باندې کار کوئ (يا مو په تير شوى وخت کښې کار کړے دے). دا پراجيکټ د سوزن سِمت دے اؤ دا به په آسټريليا کښې د الپاکروسس کالج نه د پى ايچ ډى ډګرى حاصلولو د پاره يو بنياد جوړيږى. تړون: تاسو ته به د يوې انټرويو د پاره وئيلے کيږى اؤ دا انټروى به نورې ښځې په پښتو، اُردو يا انګريزئ کښې ستاسو نه اخلى، په دې کښې به ستاسو د کار اؤ تجربو په حقله ستاسو نه تپوسونه کيږى چې تاسو څنګه دې مقام ته رسيدلې يئ، اؤ څنګه تاسو خپل دا اختيار د خلقو ښيګړې د پاره استعمال کړے دے. معلومات: په دې پراجيکټ داسې هيڅ قسمه خطره نشته. د شرکت کوونکو نومونه اؤ پيژندګلو به بالکل په راز کښې ساتلے شى، اؤ صرف تحقيق کوونکې اؤ څوک چې د تحقيق په دې عمل کښې مرسته کوى هغوئ ته به د دې پته وى. د چا نوم به هم نۀ شائع کيږى.